Banner

د مور په سترګو کې : حنيف حيران

09.12.2010 14:04

کله غوښتل مې چې سفر ته وزم
وړاندې تر دې خدای پاماني چې وکړم
لومړی مې مور ته ټينګه غاړه ورکړه
بيا مې د مور سترګو ته ښه وکتل
چې يې په زړه کې زما دپاره ژړل
ما يې په سترګو کې دنيا نه زياته مينه ليده
په دې دنيا مې له هر چا نه زياته مينه ليده
له يوه عادل وزير پاچا نه زياته مينه ليده
داسې به نه وايم توبه مې دې وي
چې مې له رب او له الله نه زياته مينه ليده
زړه مې که هر څو له ژړا راډک ؤ
خو په ولا چې مې ژړا نه زياته مينه ليده
زه مې چې مور ته ور تر غاړې وتم
ټولې سلګۍ مې ساه نيولې شولې
غوښتل مې مور مې په ژړا پوه نه شي
ښې وې چې اوښکې خپله غلې شولې
هغه دوعاوې چې مې مور وکړلې
ماته له ټولو کائیناتو ښې وې
زما له کړو عباداتو ښې وې
له سرو او سپينو زيوراتو ښې وې
چې راوتم تر شا مې مخ واړاؤ
څه مې ليدل لږ پښه نيولی شومه
ځکه دويم ځل بيا مې مخ واړاؤ
وړې لورکۍ مې هم لاسونه پورته
په وړه خوله او په وړه لپه يې
زما د ګرانې خوږې مور په شانې
زما لپاره لوی سوالونه کول

۹ ډيسمبر ۲۰۱۰ کال، پکتيا ګردېز ښار

هماخوستی 17.01.2011 11:32

ګرانه حيران صاحب ته چی په د نژدی مسافری کی دومره خفه يی نو زموږ نه څه ګيله ده چی په اروپه کی يم ته هم فکر وکړه چی زما به خپله مورجانه څومره ياديږی خو الله پاک د ټول مسافر زموږ سره په خير خپل وطن ته بوځی ستاخور هماخوستی

خورجانې سلامونه

نه دې دي اوريدلي چې څه له وره پناه او څه له غره پناه خو خیر کيدای مونږ به هغه د چا خبره د دالان په مسافرو کې راځو، خو بيا هم کور کور وي او سفر سفر تاسې ته هم ښه وختونه په آروپا کې غواړم خدای دې وکړي چې خپلې خړې کوڅې هیرې نه کړې

بخت وزیر 14.12.2010 07:13

سلامونه حیران صاحب مسافری خو والله ډیره سخته ده هغه که په خپل او که بل وطن کی وی خیر روغ صحت چی نو زړه ورسره تکیه وی او اوس حو د کلونو مسافری ندی پاتی چی په کلونو کلونو به مسافری کولی
بل د فطرت صاحب خو بیخی په زړه سخت دی او که په خپله مسافر شو داسی شو
هغه څنګه ده چې وایی :
مسافری لویه خواری ده باران به اوری څوک به ځای نه درکوینه
د تاسی ټولو دروغتیا په هیله

سعدالله فطرت 10.12.2010 18:13

حیران صیب ولا ډیر ښه نظم دې لیکلی یاره دا پکتیا درپورې ښه شوه.....
خو یوه خبره بله ته خودومره په زړه نری یې دا نظم دې داسې زورونکی لیکلی ته به وایې لندن ته په قاچاقي لاره ځې مړه دومره کاله پسې مه خفه کیږه.
او زما خودرباندې ولاکه زړه وسوزي ډیر ښه شو چې مسافر شوې...
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها

ممحمدعارف 10.12.2010 16:10

اسلام علیکم حیران صا حب هیله ده چې روغ اوجوړوې ډېرښکلي شعر د ليکلی دۍ.
ستادنورو همداسې ښکلو شعرونوپه هيله
انجينير محمدعارف ( ځاځي ميدان خوست)

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.